IQNA

وهبي اسماعیل حقی»؛ په  البانیايي ژبې د قرآني معارفو د خپرولو مخکښ

13:13 - November 16, 2025
د خبر لمبر: 3492018
ایکنا - د البانیا مشهور لیکوال او اندیشمند، وهبي اسماعیل حقی،له هغو علماوو څخه و چې د عربي، انګریزی او البانیائي ژبو په لسګونو آثارو سره ئې د خپل هېواد خلکو ته د قرآن او اسلامي فرهنګ په پېژندلو کې مهم رول ادا کړ

 ایکنانیوز  د muslimsaroundtheworld  د ویبپاڼې  له قوله راپور راکړی، البانیا د اروپا په جنوب ختیځ کې یو مسلمان هېواد دی چې د یونان، سربیا او مقدونیه ګاونډی دی، او پلازمېنه ئې «تیرانا» ده. د دې هېواد  کابو  ۷۰ سلنه خلک مسلمانان دي.

په دې اړه چې اسلام څنګه دغې سیمې ته داخل شو، بېلابېلې نظرئې شته. ځینې باور لري چې د عثماني واکمنۍ تر راتلو مخکې، د ایرانیو سوداګرو له لارې البانیا له اسلام سره اشنا شوه. یو بل نظر وایي چې البانیايي خلک د «سیسیلي» عربانو د فعالیتونو په‌تیره بیا  په «لِګا» سیمې کې د اسلام له دین سره بلد شول.

البانیا د ډېرو نامتو اسلامي علماوو کوربه و چې د اسلامي فرهنګ په خپراوي او انتقال کې ئې پراخ خدمتونه کړي. له دغو علماوو څخه یو هم «وهبي اسماعیل حقی» دی.

د ژوند پیل او کورنۍ مخینه!

وهبي اسماعیل حقی (Vehbi Ismail Haki) په ۱۹۱۹ کال کې د شمالي البانیا په «اشکودرا» ښار کې وزېږېد؛ هغه ښار چې له دوه زرو کلونو څخه ډېر لرغونتوب لري. په اوږدې عثماني واکمنۍ (۱۴۷۹–۱۹۱۲) کې، اشکودرا د شمالي البانیا د اسلامي فرهنګ مرکز و او ګڼ نومیالي عالمان پکې روزل شوي.

د اسماعیل حقی پلار د ښار پېژندل شوی امام و، یو عالم او د زرګونو کتابونو څښتن و؛ کتابونه چې په عربي، عثماني ترکي او فارسي ژبو لیکل شوي وو. د پلار شعرونه چې په البانیايي لیکدود لیکل شوي وو، د هغه فرهنګي میراث دوام و چې په دې هېواد کې د پېړیو په اوږدو کې وده کړې وه. همدې فرهنګي چاپېریال په وهبي اسماعیل ژوره اغېزه وکړه.

مصر ته کډه او د الازهر زده کړې

د وهبي اسماعیل د مصر پر لور کډه هغه وخت وه چې د ۱۹۲۳ کال وروسته البانیايي محصلین له استانبول څخه قاهرې ته د زده کړو لپاره تلل؛ په همدې کال په مصر کې «د البانیايي مسلمانانو ټولنه» تأسیس شوې وه.

هغه په ۱۹۴۵ کال کې له الازهر څخه فارغ شو، خو خپل وطن ته ستون نه شو، ځکه کمونیستي رژیم په البانیا کې واکمن شوی و او د دین‌باورو خلکو لپاره ځای نه و. نو مجبور شو چې مصر خپل دویم کور وبولي

په همدې کلونو کې وهبي اسماعیل له عربي فرهنګ سره ډېر بلد شو او د شلمې پېړۍ له مشهورو عربي فرهنګي مجلو لکه الثقافه، الرساله، الهلال سره یې ملګرتیا کوله؛ مجلې چې نامتو لیکوالان لکه طه حسین، عباس محمود العقاد، عبدالقادر مزینی، احمد امین او احمد زکي پکې لیکل کول. وهبي اسماعیل له ډېرو دغو علماوو سره د دوستۍ اړیکې لرلې.

امریکا ته تګ او د اسلامي مرکز بنسټ

په ۱۹۴۹ کال کې، هغه د امریکا د البانیايي مسلمانانو د انجمن په بلنه امریکا ته ولاړ؛ دغه ټولنه په ۱۹۴۵ کال کې د میشیګن په «ډیټرویت» کې جوړه  شوې وه. وهبي اسماعیل هلته د لومړي مسجد او اسلامي فرهنګي مرکز د جوړولو لپاره هڅې وکړې

د قرآن د البانیايي ژباړې لویه ننګونه

د عربي او البانیايي ژبو د ژباړې له اوږدې تجربې وروسته ، وهبي اسماعیل پرېکړه وکړه چې قرآن کریم په البانیايي ژبې  وژباړي. د البانیا د مسلمانانو علماوو، په څېر د اسلامي نړۍ د نورو برخو، د پېړیو په اوږدو کې د قرآن د ژباړې څخه ډډه کوله؛ هغوی باور درلود چې د قرآن عربي زده کول، لږ تر لږه د فرضي لمانځه لپاره، اړین دي.

خو د ۱۹۱۲ کال له خپلواکۍ وروسته د البانیا ملي خوځښت هڅې چې مسلمانان او عیسویان یې سره یو کړل، د دې لامل شوې چې د قرآن ژباړې ته پام وشي. د همدې خوځښت د مشرانو یو «آی. قفززي» د قرآن د ژباړې ابتکار په لاس کې واخیست او په ۱۹۲۱ کال کې ئې د قرآن لومړۍ برخه له انګریزي ژبې  څخه البانیايي ته وژباړله، او دا یې د البانیايي مسلمانانو لپاره یو مهم فرهنګي منبع وبلله

د وهبي اسماعیل هڅې

وهبي اسماعیل په ۱۹۵۰ کال کې د مجلې «البانیايي مسلمانانو ژوند» په دریمه ګڼه کې د قرآن ځینې سورې لکه فاتحه، بقره، حجرات، فرقان او نوره خپرې کړې چې ښه هرکلی یې وشو. وروسته ئې پرېکړه وکړه چې ټول قرآن وژباړي، او په حقیقت کې ئې د ژباړې ټول متن ټایپ هم کړ

خو د چاپ لګښت د برابرولو لپاره د عربي هېوادونو په سفر کې، هغه بکس چې د قرآن بشپړه ژباړه پکې ایښي وه، ورک شو. هغه میاشتې میاشتې انتظار وکړ چې ښائي پیدا شي، خو بې‌نتیجې

وهبي اسماعیل خپل نږدې ملګري «فتحي مهدیو» ته وویل چې د زیات عمر له امله نور د نوي ژباړې توان نه لري. دې خبرې فتحي ته فرصت ورکړ چې خپله ډېره پخوانۍ هیله —د قرآن ژباړه—پوره کړي.

فتحي مهدیو په کمونیستي یوګوسلاویا کې د قرآن ژباړه پیل کړه؛ په داسې شرایطو کې چې په کمونیستي البانیا کې د قرآن درلودل هم د زندان سبب کېدل. تر دې چې په ۱۹۸۵ کال کې یې په «پریشتینا» کې د قرآن بشپړه ژباړه خپره کړه؛ دا د عربي څخه البانیايي ته د قرآن لومړۍ بشپړه ژباړه وه.

وهبي اسماعیل چې له دې ژباړې خوښ و، هغه یې په امریکا او کاناډا کې خلکو ته معرفي کړه. همدارنګه یې دا ژباړه په ۱۹۸۶ کال کې په استانبول کې د قرآن د ژباړو په لومړي نړیوال سمپوزیم کې وړاندې کړه.

https://iqna.ir/fa/news/4305152

captcha